- مطابق
(ژباړه)
خبر:
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د هند د یرغل پر وړاندې د خپل هوایي ځواک پوځي اقدام وستایه او ویې ویل: «موږ د هند د ۱۰جنګي الوتکو نسکورولو وړتیا درلوده، خو یوازې پنځه مو په نښه او نسکورې کړې چې خپل نرمښت وښیو.» نوموړي ګواښ وکړ: «د دښمن هره الوتکه چې زموږ پر وړاندې د برید په موخه له ځمکې الوتنه وکړي، موږ به یې په سمندر کې په نښه کړو.» (سرچینه: العربیه نېټ»
تبصره:
وروسته له هغې چې د نظامي چارو شنونکو او حتا عادي خلکو ته دا روښانه شوه چې د هند نظامي قدرت تش په نوم او بې بنسټه، پوځ یې د پاکستان پر وړاندې د هر ډول مخامخ کېدو وړتیا نه لري او وروسته تر هغې چې هند د هوایي ځواک د کارولو پر ځای له ډرون الوتکو کار واخیست، چې هېڅکله بیرته نه راګرځي او د پاکستان د ځواکونو ښکار کېږي، دغه ستره لاسته راوړونه او ښکاره بریا د پاکستان د لومړي وزیر شهبار شریف په کمزورو او نرمو څرګندونو ډېره بې خونده شوه.
شهباز شریف پر همغه لاره پلونه کېښودل چې وړاندې یې ورور نواز شریف د «کارګیل» لوړو سیمو په جګړو کې وهلې وه، یعنې د کمزورتیا او روغې جوړې په ادبیاتو د خلکو او وسلهوالو ځواکونو د روحیې کمزوري کول. شهباز شریف د تامل وړ څرګندونو سره روښانه کړه چې د پاکستان پوځ د هند د هوایي یرغل پر وړاندې د ۱۰جنګي الوتکو نسکورولو وړتیا درلوده، خو یوازې پنځه یې په نښه کړې چې په دې برخه کې خپل «نرمښت او لحاظ» وښيي.
په داسې حال کې چې د هند پوځ په کشمیر او سرحدي سیمو کې د مسلمانانو وژلو ته دوام ورکوي، خو د پاکستان سیاسي رهبرانو یې په غبرګون کې د اعتدال او تعامل لاره غوره کړې ده؛ هغه کړنلاره چې نه یوازې له اسلامي غیرت سره په ټکر کې ده، بلکې په ښکاره نظامي بریا په سیاسي ماتې بدلوي. د پاکستان اوسني سیاسي مشران او نظامي قومندانان نه د خلکو د درد دوا کېږي او نه د هغوی رنځ او درد ورته کوم ارزښت لري. هغوی د پاکستان له غیرتي او مجاهد ولس څخه نه دي. دا په داسې حال کې ده چې د هند پوځ په ډېرې ګستاخۍ ۲۶ بې ګناه مسلمانان شهیدانوي او همدارنګه په مرزونو او کشمیر کې د مسلمانانو پر وړاندې خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي؛ خو د پاکستان خاین حکام هغوی ته د پرېکنده ځواب ورکولو پر ځای د تعامل او نرمښت لارې په غوره کولو سره دغې سترې غمیزې ته شاه کوي. داسې انګېرل کېږي چې ګواکي هغوی ته د مسلمانانو وینه هېڅ ارزښت نه لري.
د دغه سرسخت دښمن پر وړاندې دا ډول چوپتیا دا معنا لري چې د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو په ښکاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حدیث شریف ته شاه کړې چې فرمایي:
«لَزَوَالُ الدُّنْيَا أَهْوَنُ عَلَى اللهِ عَزَّ وَجَلَّ مِنْ سَفْكِ دَمِ مُسْلِمٍ بِغَيْرِ حَقٍّ.»
ژباړه: د الله (سبحانه وتعالی) په نزد د یوه بېګناه مسلمان د وینې تویول د ټولې دنیا د ویجاوړلو او له منځه وړلو په پرتله اسانه دي.
خو دغه خاین حکام نه یوازې دا چې د مسلمانانو پر وړاندې د هند د روانو جنایتونو په اړه کوم غبرګون نه ښيي، بلکې پر مجاهدینو او د اسلامي دعوت پر لېږدونکو د «ترهګرو» ټاپې وهي، هغوی څاري، ملاتړې سرچینې یې وچوي او په ډېر ویاړ د هغوی پر وړاندې د جاسوسۍ وسایل کاروي. رښتیا دا دي چې د پاکستان اوسنۍ رهبري نه یوازې دا چې په پاکستان کې د حکومتولۍ وړ نه ده، بلکې د یوې ورځې لپاره هم په قدرت کې د دغسې خاینو حکامو پاتې کېدل له اسلام او اسلامي امت سره ستر خیانت دی. الله سبحانه وتعالی په قرآنکریم کې داسې فرمایلي دي:
﴿مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ﴾
ژباړه: «محمد، د الله سبحانه وتعالی پیغمبر او کوم کسان چې له هغه سره دي، د کافرانو پر وړاندې تند (او سخت دریځه) او په خپل منځ کې یو له بل سره مهربانه دي.»
خو وینو چې دا کسان برعکس عمل کوي، د مومنانو پر وړاندې سختي او د کافرانو پر وړاندې نرمښت ښيي؛ دا ده د پاکستان د اوسنیو حکامو له نفاقه ډکه څېره چې باید له واکه ګوښه شي، تر څو مؤمنې، غښتلې او د الله سبحانه وتعالی دین ته ژمنې رهبرۍ ته لار پرانیستل شي.
نور د پاکستان په پوځ کې مخلصو افسرانو ته هېڅ عذر او پلمه نه ده پاتې چې خپلې چوپتیا ته دوام ورکړي، یا د پاکستان د اوسني نظامي او سیاسي رهبرۍ پر جنایتونو سترګې پټې کړي، چې د هغوی د رهبرۍ وړتیا نه لري. دغه پسونه حق نه لري چې په وسلهوال پوځ کې د زمریو جنګياليو او د هوایي ځواکونو د بازانو قومانده په لاس کې واخلي.
د پاکستان په پوځ کې پر مخلصو افسرانو او قومندانانو واجب ده چې دغه جوړجاړی کوونکې او سسته رهبري له مخې لېرې کړي او پر ځای یې مؤمنه او اسلام ته مخلصه رهبري راولي. هغه رهبري چې پر ما أنزل الله حکومت وکړي او د څرګند بهرني سیاست له مخې پوځ د جهاد او عزت لور ته هدایت کړي. نه داسې حکام چې د الله سبحانه وتعالی او رسول صلی الله علیه وسلم له دښمنانو سره تعامل کوي او هغوی ته یې د ملګرتیا لاس اوږد کړی دی. نو په حزب التحریر کې ستاسو وروڼه د پاکستان په پوځ کې پر مخلصو افسرانو او نظامي قومندانو غږ کوي چې دغه حزب ته نصرت وکړي، تر څو د نبوت پر منهج د راشده خلافت دولت تر سیوري لاندې د فلسطین او کشمیر د ازادۍ لپاره پوځونو ته د جهاد امر وکړي، د هند بوت پرست دولت له منځه یوسي او اسلامي امت پر ځان راټول کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ مَن يَرْتَدَّ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللهِ وَلاَ يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاء وَاللهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ﴾
ژباړه: «اې مؤمنانو! له تاسې چې څوك له خپل دينه واوړي (الله ته زيان نشي رسولاى) الله به داسې خلك راولي، چې الله ته ګران وي او الله (هم) دوى ته ګران وي، (دوی) به له مؤمنانو سره نرم او عاجز او د كافرانو په مقابل کې تند، سرسخت او پرېکنده وي، د الله په لار كې به جهاد كوي او د هېڅ ملامتوونكي، له ملامتیا به نه وېرېږي، دا د الله لورنه ده، چاته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) وركوي يې او د الله (لورنه) پراخه او (پر مستحقينو) پوهېدونکى دى.»
لیکوال: بلال مهاجر_ ولایه پاکستان
۱۴۴۶هـ.ق د ذی القعدې ۱۲مه
۲۰۲۵م د مې ۱۰مه
ژباړه: بهیر «ویاړ»